د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار کې د پوليسو په موټر چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
راپورونه وايي چې چاودنه نن سهار د مزار شريف ښار په الکوزي څلورلارې کې د ترافيکو موټر ته څېرمه په بايسکل کې د ځای په ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.
په دغه چاودنه کې شپږ پوليس وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون اتلس تنه ټپيان شوي دي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل پېښه تاييدوي او وايي چې په دغه چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي ټپيان دی.
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.