دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 198364
ولسمشر غنی نورستانی په ټاکلو سره د سنا مجلس عزت سره لوبه کړي
آوا خبرګزاری-کابل: د سنا مجلس ځینی غړۍ وایی چی ولسمشر غنی د یوسف نورستانی دوهم تابعیت په نظر کې نه نیولو او هغه ټاکلو سره د هیواد سنا مجلس عزت سره لوبی کړی دی.

د سنا مجلس غړۍ یوسف نورستانی تورن کېدو وروسته په غلا او کلاهبرداری باندی د امریکا محکمه له لوری، سنا مجلس رئیس وایی چی هغه د هیڅ مجرم څخه دفاع نه کوی.
فضل هادی مسلمیار د سنا مجلس رئیس سه شنبه عمومی ناسته کې وویل چی یوسف نورستانی په امریکا کې جرم ترسره کړي او امریکا محکمی کولای شی خپل قوانین ورباندی عملی کړی.
مسلمیار زیاته کړه: همدارنګه چی موږ هیڅ وخت د مجرم څخه دفاع نه دی کړي. دلته هم د حکومت او سنا مجلس دخالت نورستانی قضیه کې ښه نه ایسی.
سنا مجلس رئیس وویل چی نورستانی یو افغان-امریکایی اوسیدونکې وو او ترسره شوی جرم کې هم هغه افغانی اصلیت نه دی مطرح.
سربیره پردی هم مسلمیار هیله مندی وښوده چی د ښاغلی نورستانی مدافع وکیل وکولای شی د محکمی رای ته بدلون ورکړی.
د مسلمیار په خبرو؛ نورستانی یو با عزت او یولوی قومی مشر په هیواد کې دی چی تیرو شلو کلونو کې ډير کارونه د افغانستان لپاره ترسره کړی دی.
په همدی حال کې رحمت الله اچکزی د کندهار ولایت سناتور ننۍ ناسته کې وویل چی ولسمشر غنی د ښاغلی نورستانی دوهم تابعیت په نظر کې نه نیولو سره هغه ټاکلو سره د سنا مجلس عزت سره لوبه کړی دی.
یوسف نورستانی د ولسمشر غنی انتصابی نمایندګانو څخه په سنا مجلس کې دی.
یو امریکایی محکمه، دوه ورځی مخکې احمد یوسف نورستانی د ټاکنو کمیسیون پخوانۍ رئیس او سنا مجلس اوسنۍ غړۍ د عامه پیسو غلا په جرم په لس کالو بند او ۲۵۰ زره امریکایی دالرو جریمی باندی محکوم کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcg379qtak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته