کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنتګان: افغانستان څخه د عسکرو د شمېر کمولو هېڅ امر نه دی سوی

27 قوس 1398 ساعت 10:31


د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اسپر، ویلي چې په افغانستان د امریکایي سرتیرو د کمولو په هکله یې هیڅ ډول امر ندی صادر کړی.
دغه څرگندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د کمولو پروگرام په همدې اونۍ کې اعلانوي.
لوړپوړي امریکایي سناتور لندسي گراهام، هم افغانستان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې ټاکل شوې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر له ١٢ زرو نه ٨٦٠٠ ته راټیټ کړای شي.
 


د مطلب کود: 198388

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198388/پنتګان-افغانستان-څخه-د-عسکرو-شمېر-کمولو-هېڅ-امر-نه-دی-سوی

آوا
  https://www.avapress.com