دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 198388
پنتګان: افغانستان څخه د عسکرو د شمېر کمولو هېڅ امر نه دی سوی
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اسپر، ویلي چې په افغانستان د امریکایي سرتیرو د کمولو په هکله یې هیڅ ډول امر ندی صادر کړی.
دغه څرگندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د کمولو پروگرام په همدې اونۍ کې اعلانوي.
لوړپوړي امریکایي سناتور لندسي گراهام، هم افغانستان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې ټاکل شوې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر له ١٢ زرو نه ٨٦٠٠ ته راټیټ کړای شي.
 
https://avapress.com/vdcc44qs42bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته