دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 198390
دژمي سړه هواکي لاهم دهیواد ګڼو ښوونځيوته دسون توکي ندي ورکول سوي
په ښوونځيو کي زده کوونکي وايي، په یخه هوا کي زده کړي کوي خو لا تر اوسه ورته په ښوونځيو کي بخارۍ نه دي ايښول سوي، په داسي حال کي چي د ښوونځيو زده کوونکي بايد د قوس پر پنځلسمه د بخاريو او سون توکو څخه برخمن سوي وای. خو د پوهني ریاست مسؤلین وايي، د سون توکو د تر لاسه کولو په برخه کي د لیسو مسؤلین بې غوري کوي. موږ دکندهار ښار بېلابېلو ښوونځيو ته ولاړو، هلته مو وليدل، چي زده کوونکي په یخه هوا کي زده کړي کوي. د پوهني رياست لس ورځي وړاندي د سون توکو د ویش لړۍ پیل کړې، خو لا تر اوسه زیاتو مکاتبو ته نه دي رسېدلي.
د ښوونځیو زده کوونکي وايي په یخو صنفونو کي زده کړي کوي چي د تدریس په جریان کي لاسونه د بغلو څخه نسي ایستلای ځکه یخ یې کیږي.
د هغه لیسو مسؤلین، چي لا تر اوسه ورته د سون توکي نه دي رسېدلي وايي، تعریفې یې اخیستې خو د بوټو د ویش لړۍ ډېره کراره روانه ده، چي لا تر اوسه ورته نوبت نه دی رسېدلی.
هغوی د بخاریو د زړېدو او نشتون څخه هم شکایت کوي چي په خبره یې د ډېرو کلونو څخه زړې بخارۍ استفاده کوي.
د پوهني ریاست ویاند نظرمحمد صمیمي وايي، چي په درې ميلیونه افغانۍ يې (( یو سل او څلور نیوي زره (۱۹۴۰۰۰) کېلو بوټي خریداري کړي، چي د ويش لړۍ يې لس ورځي وړاندي شروع سوې او تر دا مهاله دېرشو مکاتبو ته رسېدلي دي.
صمیمی وايي د لیسو مسؤلین بايد کوښښ وکي، چي خپلو ليسو ته بوټي انتقال کړي.
بلخوا بيا د يوشمېر هغه ښوونځيو مدیران چي بوټي یې تر لاسه کړي، وايي چي پر وخت ورته بوټي رسېدلي، ولي په خبره یې ورکړل سوي بوټَې یې بسنه نه کوي ځکه، چي سږ کال يخ ډېر وختي شروع سوی دی.
خو د پوهني ریاست ویاند نظر محمد صمیمي وايي هر کال هغه ښونځي چي د بخاریو کمی ولري او یا هغه ښوونځي چي نوي تاسیس سوي وي بخارۍ ورکوي چي په خبره یې د بوټو د ویش څخه وروسته به بخارۍ توضیح کړي.
هغه وايي د ښوونځیو مدیرانو ته یې سپارښتنه کړې څو په هغه ورځو کي چي یخ زیات وي بخارۍ و لګوي څو بوټي یې د کال تر پایه بسنه وکړي.
کندهار چي د سر سېرو ولایتونو څخه شمېرل کیږي هوا یې کله زیاته یخه او کله لږ یخه وي چي د هوا دغه غیر ارادي وضعیت په ښوونځيو کي زده کوونکي په تکلیف کړي دي.
https://avapress.com/vdcf1cdyxw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته