دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 198393
د هیواد دزراعت رياست يوشمير ښځينه کروندګرو ته دسبزيجاتو کيټونه ورکړل
دکرهڼي رياست مسئولين وايي، ياده مرسته د ايم سي موسسي لخوا چمتو سوې او دفارم پروژې يوه برخه وه . دکرهڼي رياست رئيس حفيظ الله سعيدي وايي، دسبزيجاتو دوچولو دا کيټونه دکروندګرو له پاره خورا مهم دي، چي په مرسته به يې وکولای سي سبزيجات او ميوه جات په اسانۍ سره وچ او بسته بندۍ ته چمتو کړي.
دغه راز ښځينه کروندګري هم خوشحاله دي، چي دولت يې لاسنيوی کوي او داسي سامان الات چي دمحصولاتو دپروسس له پاره ورته اړتيا ده په واک کي ورکوي .
هغوی ددې ترڅنګ دنورو وسايلو او زراعتي درملو غوښتنه هم کوي .
ديادوني وړده، چي ديادو سامان الاتو دښه استفادې په موخه دمسلکي کسانو له لوري لا له وړاندي يادو بزګرانو ته روزنه او ټريننګونه ورکول سوي وه.
https://avapress.com/vdci3vazpt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته