کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا طالبانو ته ګواښ کړی چې یا لس ورځې اوربند وکړئ، یا مذاکرات دروو

27 قوس 1398 ساعت 10:47


عرب نیوز د طالب لوړ پوړو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې امریکايي مرکچیانو په قطر کې له طالبانو څخه پر لس ورځني اوربند د هوکړې غوښتنه کړې ده.
راپور وايي، امریکايي مرکچیانو همدا راز طالبانو ته ګواښ کړی دی که د لسو ورځو د سراسري اوربند غوښتنه یې ونه مني، نو د سولې مذاکرات ورسره بیا هم په ټپه درولی شي.
عرب نیوز د یو طالب چارواکي له قوله دا خبره تایید کړې او دغه طالب مرکچي ویلي چې امریکایانو د لس ورځني اوربند د غوښتنې تر څنګ د مذاکراتو د درولو ګواښ ورته کړی دی.
دغه طالب سرچینه وايي، امریکايي لوري ورته ویلي، د لس ورځني اوربند په ورځو کې به ورسره د سولې هوکړه هم لاسلیک کړي.
دغه طالب چارواکي وايي، مشرانو یې د امریکا د غوښتنو په تړاو څو ورځې مهلت غوښتی تر څو پرېکړه وکړي چې له امریکا سره لس ورځنی اوربند ومني که نه؟
دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې د بګرام له برید وروسته چې لسګونه ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، له طالبانو سره مذاکرات د لنډې مودې لپاره ودرول، تر څو هغوی له خپلو مشرانو سره دا خبره شریکه کړي چې د مذاکراتو پر وخت تاوتریخوالی مقابل لوري ته د منلو نه دی.


د مطلب کود: 198395

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198395/امریکا-طالبانو-ته-ګواښ-کړی-چې-یا-لس-ورځې-اوربند-وکړئ-مذاکرات-دروو

آوا
  https://www.avapress.com