کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نظر سنجی په اساس:

د آمریکا ډیر خلګ د ترامپ برکناره کېدو غوښتونکې دی

29 قوس 1398 ساعت 10:01

آوا خبرګزاری- بین المللی سرویس: یو نوی نظر سنجی نتایج شکاره کوی چی د آمریکا ډیر خلګ ددی هیواد ولسمشر برکناره کېدو غوښتونکې د استیضاح پروسه وروسته دی.



د رویترز/ایپسوس نظرسنجی نتایج پنج شنبه ورځ خپور شو، شکاره کوی چی د آمریکا نیم څخه ډیر خلګ په دی باور دی چی دونالد ترامپ د استیضاح پروسه وروسته د ریاست جمهوری مقام څخه برکناره شی.
نږدی ۵۳ سلنه ګډون کوونکې په دی نظر سنجی کې د ترامپ په وړاندی مشخص تورونو په اړه پوښتنو په ځواب کې په دی نظر باندی موافق وو چی ترامپ د قدرت او اختیاراتو څخه غلطه ګټه پورته کړي او ۵۱ سلنه هم د کنګره په قانونی روال کې ترامپ کارماتونې او خنډ رامنځته کولو باندی اتفاق نظر درلود.
نږدی ۴۲ سلنه ځواب ورکوونکې- چی اکثره یی دموکراتان وو- وویل چی کنګره باید اشد مجازات اجرا او ولسشمر د قدرت څخه خلعه کړی.
یادولو وړ دی چی ترامپ د آمریکا دریم ولسمشر دی چی د کنګره له لوری استیضاح کیږی. هغه د ۲۰۲۰ میلادی کال په لومړیو کې سنا مجلس کې استیضاح کیږی.

 


د مطلب کود: 198477

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198477/د-آمریکا-ډیر-خلګ-ترامپ-برکناره-کېدو-غوښتونکې-دی

آوا
  https://www.avapress.com