دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 198478
د روسیه فدرال امنیت سرویس مقر اطرافو کې ډزی شوی
روسیه رسنۍ خبر ورکوی چی د روسیه فدرال امنیت اداره مقر ته نږدی ډزی شوی دی.
 د ایزوستیا او رادیو اکو ورځپاڼه کې مسکو کې ددی خبری په تایید سره اعلان کړ چی دا ډزی پنجشنبه شپه ددی هیواد مخفی سرویسونو مقر ته نږدی رامنځته شوی دی.
ځینی ویدیوګانی ددی پیښه په اړه په ټولنیز شبکو کې خپور شوی دی چی شکاره کوی ځینی پولیس مسلح مامورین د روسیه فدرال امنیت اداره ساختمان ته نږدی ځغاستې په حال کې دی.
ایزوستیا د یو ناپیژانده سرچینی څخه په نقل سره اعلان کړ چی ددی ډزو په جریان کې ځینی امنیتی مامورین هم وژل شوی دی.
فرانس پرس خبرنګار د پیښی سیمی څخه ریپورت ورکړی چی سیمه د امنیتی ځواکونو له لوری محاصره شوی دی.
په روسیه کې دولتی چارواکې مخکې ددی ډزو په اړه څه نه دی ویلی او یواځي اعلان کړی دی چی د پيښی په سیمه کې ځینی محدودیتونه وضع شوی دی.
له بل لوری دولتی رسنۍ په روسیه کې ددی ډزو له امله د یو امنیتی مامور وژل کېدل تایید کړی دی.
 
https://avapress.com/vdccm4qs42bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته