کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا لوی درستیز وایي افغانستان کې خپلو موخو ته رسیدلي

30 قوس 1398 ساعت 11:02

د امریکا پوځ لوی درستیز مارک میلي ویلي دوی په افغانستان کې خپلو موخو ته رسیدلي دي.



مارک میلي د امریکا دفاع وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتون د دې لامل شوی چې پر امریکا د سپټامبر برید ته ورته بریدونو مخنیوی وشي.
که څه هم دې ورځو کې له افغانستانه د زرګونه امریکایي سرتیرو د وتلو رپوټونه هم خپاره شوي دي، خو دې غونډه کې ورته هیڅ اشاره نه ده شوې.
د امریکا دفاع وزیر مارک سپیر ویلي دوی او د دوی ملګري ځکه افغانستان کې دي، چې دغه هیواد د ترهګرو پر پټنځای بدل نشي.
مارک سپیر ویلي تر څو چې افغانستان کې خپل ماموریت بشپړ نه کړي، دوی او ناټو به دغه هیواد کې پاتې وی.
دوی هغه رپوټونه هم رد کړل چې ګني امریکایي لوړپوړو چارواکو په تیرو اتلسو کلونو کې د افغانستان د جګړې په اړه خلکو ته دروغ ویلي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې څو ورځې وړاندې داسې اسناد خپاره کړل چې ښيي امریکایي مشرانو د افغانستان جګړې په اړه خپلو خلکو او نړیوالو ته دروغ ویلي دي.
 


د مطلب کود: 198522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198522/د-امریکا-لوی-درستیز-وایي-افغانستان-کې-خپلو-موخو-ته-رسیدلي

آوا
  https://www.avapress.com