دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 198529
د تېرې ورځې زلزلې بدخشان کې یو شمېر کورونه نړولي دي
د تېر ماښام زلزلې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې یو شمېر کورونه نړولي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
تېر ماښام افغانستان، پاکستان او هند د زلزلې ۶ اعشاریه ۴ درجې ټکانونو ولړزاوه چې مرکز یې د افغانستان د هندوکش غرونه ښودل شوي دي.
اوس د افغانستان د بدخشان ولایتي چارواکي وايي، دغه ولایت چې د هندوکش غرونو سره په خوا کې پروت دی، د زلزلې ټکانونو په کې لږ تر لږه له ۲۰ څخه تر ۳۵ پورې کورونه نړولي دي.
د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وايي، زیات کورونه په جرم ولسوالۍ کې نړېدلي دي او دوی یې په اړه په لومړنیو راپورونو کې ترلاسه کړې ده چې زلزلې له شلو تر ۳۵ پورې کورونه یې نړولي دي، خو چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ځمکپوهنې ادارې هم ویلي وو چې د تېرې ورځې زلزله چې د ځمکې په ۲۱۰ کېلومتره لاندنۍ برخه کې رامنځته شوې، کم اقتصادي زیانونه به واړوي او ځاني تلفات به په کې په صفر حساب وي
https://avapress.com/vdcj8oevhuqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته