دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 198532
افغاني زعفرانو بیا د نړۍ لومړی مقام خپل کړ
د افغانستان زعفران د اتم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو غوره او باکیفیته زعفران و پېژندل شول.
د افغانستان د زعفران کارانو اتحادیې رئیس بشیر احمد رشیدي وايي، د افغانستان زعفران په بلجیم کې د ذایقې د انستیتوت تر ارزونو وروسته د کیفیت له پلوه د ټولې نړۍ په کچه لومړی درجه اعلان شول.
د رشیدي په خبره تر دا مهاله د افغانستان د زعفرانو د کیفیت د ښه والي لپاره ډېر زیات فعالیتونه شوي دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې ۴۳۰ ټنه زعفران تولیدېږي چې ۸ اعشاریه ۱۵ ټنه په کې د افغانستان تولیدات دي.
دا مهال د افغانستان یو کيلو ګرام زعفران په کورنیو بازارونو کې ۹۰ زره افغانۍ او له هېواده بهر په ۱۴۰۰ ډالر پلورل کېږي او دغه بویت په افغانستان کې ورو- ورو د کوکنارو د بدیل ځای نیسي.
https://avapress.com/vdcdsj0fxyt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته