کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي کانګرس د طالب مشرانو د مصارفو لپاره ۱۵ میلیونه ډالر منظوروي

30 قوس 1398 ساعت 12:01


د امریکا گانګرس، د دغه هېواد دفاع وزارت ته سږ کال د افغان سولې د مذاکراتو د لوجستیکي مصارفو او د طالب مشرانو د سفرونو لپاره د ۱۵ میلیونه ډالرو د لګولو اجازه ورکوي.
که څه هم د قانون جوړوونکو لخوا ټینګه غوښتنه کېږي چې له دغو پیسو څخه د طالبانو شخصي جیب ته ګټه ونه رسېږي، مګر پنټاګون وايي، امکان شته چې له دغو پیسو څخه یې په غیر مستقیم ډول طالبانو سره هم څه ناڅه مرسته وشي.
د سي کیو د راپور له مخې پنټاګون د دغو لوجیستیکي مصارفو لپاره د روان کال په می میاشت کې کانګرس ته وړاندیز استولی و چې ورته یې منظور کړي، تر څو د سولې پروسې په برخه کې د طالب مشرانو د سفرونو، اوسېدنې، خوراک، څښاک، اړیکو او نورو اړتیاو لپاره ترې استفاده وشي.
د رول کال د راپور له مخې د امریکا د مسوولو ادارو دلیل دا دی چې دوی په دې سره تروریستي ډلې ته امکانات نه برابروي، بلکې د اتلس کلن کشمکش وروسته د طالبانو لخوا د ضمانتونو د ورکولو او د ټولو لوریو راټولولو یوه کمه بیه ورکوي، خو په کانګرس کې ځینې غړو بیا استدلال کړی چې دا ډېره عجیبه ده چې کومې ډلې سلګونه امریکایان وژلي دي، اوس د هغوی مصارف په غاړه واخیستل شي.
تمه ده چې د پیسو دا منظوري له سنا وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم لاسلیک کړي.


د مطلب کود: 198533

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198533/امریکايي-کانګرس-د-طالب-مشرانو-مصارفو-لپاره-۱۵-میلیونه-ډالر-منظوروي

آوا
  https://www.avapress.com