دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 198534
د تهران په ګډون د ایران تر ۱۰۰ و په زیاتو ښارونو کې تېره میاشت د مظاهره چیانو د ځپلو په غبرګون کې امریکا پر ایران نور محدودیتونه لګول غواړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۹مه په واشنګټن کې یوې غونډې ته وویل، د ایران په اوسنیو او پخوانیو هغو چارواکو د ویزې ورکولو محدودیتونه لګوي چې پرامنه مظاهره چیان یې نیولي او ځورولي دي.
مایک پامپیو په خپله وینا کې په ایران کې هره ورځ له بشري حقونو د سرغړونې مثالونه ورکړل او زیاته یې کړه چې هلته هغه ښځې نیول کېږي چې حجاب نه کوي او یا سر نه پټوي.
هغه وویل هلته لږکیو ته ازادي نشته او یو ځوان تېره میاشت په دې وجه وویشتل شو چې د بیان ازادۍ او جلسې حق یې کارواه.
نوموړي دا هم وویل، پر خبریالانو د فشار اچولو په موخه ۱۱ خبریالان په بنديخانو کې دياو د ایران استخباراتي وزارت د خبریالانو د کورینو غړو د تنګولو کمپاین کوي.
د امریکا د خزانې وزارت د ډېسېمبر پر ۱۹مه پر دوه هغو ایراني قاضیانو بندیزونه لګولي چې فعالانو،خبریالانو او لږکیو ته یې سزاګانې ورکړي دي.
https://avapress.com/vdcfmcdyjw6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته