دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 198536
کد ناټو قومندان او د کندهار چارواکو د امنیتي ګواښونو پر کمولو خبرې وکړې
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي قومندان د کندهار او زابل له چارواکو سره د جنوبي سیمو پر امنیت خبرې کړې دي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وویل چې جنرال سکاټ مېلر د جنوبي ولایتونو د امنیت ارزونې په موخه د ډېسېمبر پر۱۹مه مازیګر ورغلی وو او له والي حیات الله حیات سره یې په ژمي کې د امنیتي ګواښونو پر کنټرول او ښه همغږۍ پیدا کولو پر موضوع خبرې وکړې.
د احمدي په خبره، سکاټ مېلر له والي سره پر هغو پلانونو وغږېد چې له “عملي کېدو سره به یې د امنیتي ګواښونو سطح خورا ټیټه شي.”
دی زیاتوي چې مېلر د ډېسېمبر پر۱۹مه د زابل له والي رحمت الله یارمل سره هم ولیدل.
https://avapress.com/vdchx6nz-23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته