دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 198537
مارک ایسپر: د ترهګرو تر ختمېدو به مو ماموریت هم روان وي
امریکا وایي تر هغه یې چې په افغانستان کې د ترهګرو له ختمېدو ډاډه نه وي ترلاسه کړی په دغه هېواد کې به یې پوځ ماموریت روان وي.
د امریکا ددفاع وزیر مارک ایسپر په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې یو واضح او ښکاره ماموریت لري. دده په خبره دوی باید په دغه هېواد کې د ترهګرو جرړې ختمې کړي او تر هغه چې په یاد هېواد کې د ترهګرو فعالیتونه وي او د مرکزونو د جورېدو وېره یې پر ځای وي امریکايي ماموریت به هم دوام کوي.
مارک ایسپر وایي هر وخت چې ډاډه شول افغانستان نور د ترهګرو امن مرکز نه دی، نو دوی به له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي. امریکایي چارواکو په دغه خبري غونډه کې د واشنګټن پوسټ د اسنادو په اړه هم څرګندونې کړې دي. دوی ویلي چې د ترهګرۍ ضد جګړه یې بریالۍ ده او ماموریت یې په افغانستان کې لاس ته راوړنې لري.
https://avapress.com/vdcipvazyt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته