د ارزګان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک څانګې محصلینو شپني دوربینونه، ریموټ کنټرول الوتکې، مایکروسکوپونه او نور ګڼ شیان جوړ کړي دي.
د دغه پوهنتون چارواکي وايي، په دې تړاو یې وړمه ورځ یو نندارتون هم جوړ کړی و چې محصلینو په کې په خپل لاس جوړ کړي شپني دوربینونه، ریموټ کنټرول الوتکې، ریموټ کنټرول موټرونه، بایسکلونه، لوډسپیکرې، سکواټور، الکتروسکوپونه، مایکروسکوپ، واړه جنراتورونه او نور ګڼ اختراعات نندارې ته ایښي وو.
د ارزګان د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس حیات الله څار په دې اړه وویل، محصلینو یې په ډېرو کمو او نشتو امکاناتو سره اختراعات کړې دي چې دا یې د راتلونکې په اړه ښه زېری دی.