طالبان وايي، تر هغو به بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر نه شي تر څو امریکا ورسره د بهرنیو ځواکونو د بشپړ خروج په اړه هوکړه نه وي لاسلیک کړې.
طالبانو د جمعې په ورځ ویلي، تر هغې به جګړه ونه درول شي تر څو امریکا له افغانستان څخه خپل پوځونه ونه باسي.
طالب ویاند سهیل شاهین په یو ټویټ کې ویلي، بین الافغاني مذاکرات به هغه وخت پیل شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هوکړه لاسلیکونه وشي.
خو تېره ورځ د امریکا لوړ پوړو دفاعي چارواکو له خپلمنځي ناستې وروسته په خبري کنفرانس کې په بشپړ ډول له افغانستان څخه وتلو ته کومه اشاره ونه کړه.
مارک ایسپر د دفاعي مشرانو له غونډې وروسته وویل، هدف یې دا دی چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي