دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 198540
په غزني ولایت کې ۵۰۰ تنو محصلینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل
په غزني ولایت کې د مسلم خصوصي پوهنتون څخه په بیلا بیلو څانګو کې ۵۰۰تنو محصلینو دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
د یاد پوهنتون ډاکټر نثارالدین وايي، چې په فارغ شوو محصلینو کې ۵۰ تنو میرمنو هم دف راغت سندونه واخیستل.
نوموړی زیاتوي، چې یادمحصلینو په اقتصاد، حقوق، قابلګۍ، نرسنګ او پروتیز څانګو کې د لیسانس ترکچې پورې زده کړې ترسره کړې.
ښاغلي نثارالدین له محصلینو غوښتنه وکړه، چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي او په دې زده کړو بسنه ونه کړي، نوموړي په ځانګړي ډول له افغان ځواکونو مننه وکړه، چې په ښه ډول یې دغزني دخلکو امنیت ساتلی دی.
https://avapress.com/vdcc04qsx2bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته