افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: داخله وزارت وایی چی دا ډله هر وخت د کابل-میدان وردک په لاره کې مسافرینو څخه نقد پیسی او همدارنګه نقلیه وسایل غلاکول.
دا لاروهونکې مخکې یو تانکر د مایع ګاز نه ډک د کابل-میدان وردک په لویه لاره کې غلا کړی وو.
کابل پولیس د کشفی اطلاعاتو په نظر کې نیولو سره، غلا شوی تانکر د موادو سره یوځای، د کابل ښار ۱۹ حوزی مربوطاتو څخه کشف او په لاس راوړ.
غلاکوونکې قصد درلود چی دا باربری موټر د موادو سره مایع ګاز یو وارد کوونکې خصوصی شرکتونو ته خرڅ کړی.