دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 198542
سرور دانش: طالبان په سوله باور نه لري
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، د سولې لپاره له هڅو سره ـ سره، طالبانو په وروستي یوه کال کې وښوده چې په سوله باور نه لري او له تاوتریخوالي مخ نه اړوي. ښاغلي دانش له طالبانو سره د سولې خبرو پیل، د طالبانو لخوا د اوربند په اعلانولو او د سولې بهیر د افغان حکومت په محوریت او مالکیت پورې مشروط وباله. هغه وویل، له دې پرته خلک د سولې غوښتنې پر شعارونو باور نه کوي.
ښاغلی دانش خبرداری ورکوي چې که په دغه بهیر کې له ځیرکتیا کار وا نه خیستل شي، ښايي افغانستان د سولې په نامه یوې بلې جګړې ته داخل شي.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، بین الافغاني مذاکرات به هغه وخت پیل شي چې دغه ډله له امریکا سره له افغانستان څخه د ټولو بهیرنو ځواکونو په وتلو هوکړې ته ورسېږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیزاد او د افغان حکومت د مشرتابه تر منځ په ناستو کې هم تر ډېره له طالبانو سره پر اوربند خبرې شوې دي.
طالبانو ویلي چې له امریکا سره هوکړې ته له رسېدو سره سم به د طالبانو او امریکايي ځواکونو تر منځ اوربند اعلان شی، خو له افغان ځواکونو سره د اوربند په اړه به په بین الافغاني مذاکراتو کې بحث وشي.
له درې میاشتې ځنډ وروسته، د طالب او امریکايي استازو تر منځ مذاکرات دوه اوونې وړاندې بیا پیل شول.
https://avapress.com/vdceev8zwjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته