دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 198544
د افغان ښځینه ماین پاکانو ډله د وسلو د کنترول جایزې ته نومول شوې
په بامیانو کې له دوه کلونو راهیسې د ماین پاکۍ په برخه کې فعاله ښځینه ډله د وسلو د کنترول نړیوالې جایزې ته ونومول شوه.
دا د افغانستان د ښځینه ماین پاکانو لومړنۍ ډله ده چې روزل شوې او دوه کاله وشول چې فعالیت کوي.
دغه شل نجونې او مېرمنې په بامیانو کې نه یوازې ماینونه پاکوي بلکې په دې برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي دنده هم ترسره کوي چې له کبله یې اوس دا ډله د وسلې د کنټرول په نوم د یوه بنسټ د ۲۰۱۹ کال نړیوالې جایزه ته نومانده شوې ده .
په دې سربېره د نړۍ له بیلابیلو برخو د افغانستان د ښځینه ماین پاکوونکو په ګډون لس بنسټونه او ډلې دغې جایزې ته نوماند دي .
ددغو لسو نوماندو بنسټونو له ډلې به هر یو د ډیرو رایو او ډیر ملاتړ په خپلولو سره د ګټونکي کېدو چانس ولري .
https://avapress.com/vdcgt79qtak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته