دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 198546
د صهیونیستی رژيم جنایتونو په اړه د نړیواله جنایی محکمه څیړنه
د نړیواله جنایی محکمه لوی څارنوال اعلان کړل چی دا نهاد قصد لری د اسرائیل جنګی جنایتونو په اړه څیړنه شروع کړی.

د آناتولی خبرګزاری په ریپورت سره، فاتو بنسودا، د نړیواله جنایی محکمی لوی څارنوال د صهیونیستی رژيم په اړه وویل: قصد لرو ترڅو خپل څیړنې په دی اړه شروع کړو.
هغه وویل: په فلسطین کې مقدماتی څیړنې ترسره شوی او څیړنو شروع لپاره منطقی دلایل لرو. اسرائیل رژيم د نړیواله جنایتونو محکمی غړۍ نه دی. بناپردی زموږ قضات څیړنو جغرافیایی حوزه ټاکی.
د بنسودا په بیانیه کې راغلی دی، دا نتیجه ته رسیدلی دی چی جنګی جرایم په کرانه باختری، قدس شرقی او نوار غزه کې رامنځته شوی دی.
بنسودا ټینګار وکړ، هغه د څیړنو شروع لپاره د قضات موافقت غوښتونکې نه دی په دی اعتبار چی د فلسطین خاوری څخه د محکمه مداخله غوښتنه شوی دی.
یادولو وړ دی چی نړیوال جنایی محکمه د ۲۰۱۵ کال جنوری په ۱۶ نیټه اعلان کړ چی تصمیم نیولی دی د اسرائیل له لوری ترسره شوی جنګی جنایتونو په اړه مقدماتی څیړنه شروع کړی.
https://avapress.com/vdci5vazqt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته