کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ښځو د حقونو لومړنۍ فعاله ثریا پرلیکا سرطان ووژله

30 قوس 1398 ساعت 14:27


د افغانستان د ښځو د حقونو لومړنۍ فعاله ثریا پرلیکا په سویس کې د ۷۵ کلونو په عمر د سرطان له کبله مړه شوه.
اغلې پرلیکا د خلق دیموکراتیګ ګوند د واکمنۍ پر مهال د ښځو د جمهوري حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوله او د افغانستان د ښځو د دیموکراتیک سازمان مشري یې پر غاړه وه.
نوموړې د حمل او باداردارۍ په ورځو کې د ښځو د حقونو خوندیتوب او همدا راز په دولتي ادارو کې د وړکتونونو لپاره مبارزه کوله چې بالاخره د ۷۰ کلونوپه وروستیو وختونو کې د ښاري ازادیو د مبارزې له کبله زندان ته واستول شوه.
ثریا پرلیکه په ۱۹۴۴ کال په بګرام کې زېږېدلې او پر ژوند یې د افغان فلم له لوري یو مستند هم جوړ شوی دی چې دغه فلم په ۲۰۱۸ کال د ډاکې نړیوال فلمي فسټیوال کې د غوره مستند فلم جایزه وګټله.


د مطلب کود: 198550

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198550/د-افغانستان-ښځو-حقونو-لومړنۍ-فعاله-ثریا-پرلیکا-سرطان-ووژله

آوا
  https://www.avapress.com