دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 198553
جنرال ميلي: نه طالبان او نه هم افغان حکومت روانه جګړه ګټلی شي
د امریکا لوی درستیز وايي، د افغانستان مسئله د ستراتیژیک بن بست ښکار ده چې له کبله به یې نه طالبان او نه هم افغان حکومت د جګړې د ډګر ګټونکي شي.
جنرال مارک میلي تېره ورځ په واشنګټن کې د امریکا د دفاعي مشرانو تر ناستې وروسته خبریالانو ته ویلي، روانه جګړه یوازې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په هوکړه پای ته رسېدای شي.
جنرال مارک میلي د واشنګټن پوسټ هغه راپور هم رد کړ چې وايي، امریکايي چارواکو د اتلس کلنې جګړې په تړاو تل درواغجنې ادعاوې کړي او عامه اذهان یې غلط کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات د لاسلیک تر بریده رسولي دي، خو ویل کېږي چې طالبان لا هم اوربند او له افغان حکومت سره په مستقل ډول مذاکراتو ته نه حاضرېږي.
https://avapress.com/vdcgn79qwak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته