دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 198554
پکتیا پوهنتون د پرمختګونو او معيارتوب پۀ نوي پړاو کې
د سلګونو میلونو افغانیو پۀ ارزښت روانو لویو پروژو ترڅنګ، د ۳۱۳ جرېبه ځمکې پوهنتون ته ورکړه، د څانګو پوهنځو ته ارتفاع، د خوړنځي ودانۍ جوړېدل، ای ټي( iT) سنټر ګټې اخېستنې ته سپارل او د هېواد پۀ کچه پنځم مقام ګټل، دا ټول هغه څه دي چې پکتیا پوهنتون ته یې نوی رنګ او مقام ورکړ. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتوب بالاکرزي راتګ یاد پوهنتون ته لۀ نویو پروژو د وعدو او ځېنو پروژو کټې اخېستنې ته د سپارلو سره مل ؤ.
د سلګونو میلونو افغانیو پۀ ارزښت روانو لویو پروژو ترڅنګ، د ۳۱۳ جرېبه ځمکې پوهنتون ته ورکړه، د څانګو پوهنځو ته ارتفاع، د خوړنځي ودانۍ جوړېدل، ای ټي( iT) سنټر ګټې اخېستنې ته سپارل او د هېواد پۀ کچه پنځم مقام ګټل، دا ټول هغه څه دي چې پکتیا پوهنتون ته یې نوی رنګ او مقام ورکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتوب بالاکرزي راتګ یاد پوهنتون ته لۀ نویو پروژو د وعدو او ځېنو پروژو کټې اخېستنې ته د سپارلو
سره مل ؤ.
پکتیا ګردېز کې د هوایي ډګر تر څنګ ۳۱۳ جرېبه ځمکه وزیر صېب پکتیا پوهنتون ته ځانګړې او انتقال کړه.
چې دې سره به د یاد پوهنتون د ځمکې د کموالي ستونزه تر ډېر حده حل شي.
پۀ همدې ورځ پکتیا پوهنتون د مالوماتي ټکنالوژۍ(iT) سنټر پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه. د دې پروژې ټولې چارې د ۴۸ میلونه افغانیو پۀ لګښت بشپړې شوې، چې د ۶۸ پایه کمپیوټرونه درلودونکی دی.
دې سره به د محصلینو انټرنېټ او مالوماتو ته د لاسرسي ستونزه بشپړه توګه حل شي.
او بله پرمختګ دا چې، ياد پوهنتون کې د خوړنځي ودانۍ جوړېږي.
د پکتیا پوهنتون د سېد ولي جلالزي پۀ وینا:
دا ودانۍ به ۱۸ میلونه افغانیو په ارزښت، چې د ۴۰۰ څلو سوه کسانو د ځایولو ظرفیت به ولري، د لوړو ذده کړو وزارت پۀ مالي لګښت جوړه شي.
څۀ موده وړاندې د دې پوهنتون د مشرتابه د ډېرو هڅو او منډو ورسته د دوو څانګو پوهنځيو ته ارتفاع تصویب او منظوره شوه.
چې یو د کمپیوټر ساینس او بل د شرعیاتو پوهنځی ؤ.
د لوړو زده کړو وزیر بالاکرزي پکتیا پوهنتون تالار کې د دوو لویو پروژو د منظورلو ژمنه هم وکړه.
لومړی د طب پوهنځي لپاره د کدري روغتون جوړل دي. چې د ښاغلي کرزي په ژمنه به اعلی درجه جوړ شي.
د کدري روغتون جوړېدو سره د طب پوهنځي محصلینو ته د پوهنتون دننه د عملي کار زمینه برابره شي.
دویمه ژمنه یې دا چې ژورنالېزم څانګه به پوهنځي ته، پۀ ډېر نږدې وخت کې ارتفاع وکړي. ورسره به نوی تشکیل ورته رامنځ ته شي.
ددې نویو پروژو تر څنګ یو شمېر هغه د سلګونو میلونه افغانیو په ارزښت روانې پروژو کارونه هم پۀ چټکۍ او پۀ ښۀ کیفیت روان دي.
چې د ځینو بنسټ ډبرې د روان کال په پېل او نېمایي کې اېښودل شوې.
چې ددې پروژو په اړه لنډه پېژندنه پۀ دې ډول ده:
د لیلي دوه ودانۍ، چې د شپږو پوړنو کې به د ۳۰۴ میلونه افغانیو پۀ ارزښت جوړه شي.
د حقوقو پوهنځي نوې ودانۍ، چې دریو ۳ پوړنو کې به د ۷۵ میلونه افغانیو په ارزښت به ورغول شي، چې د ۱۰۰۰ زرو محصلینو د ځایولو ظرفیت به ولري.
د لابرتوار خونې تعمیر، چې د ۵۰ میلونه افغانیو په ارزښت به د هندوستان پۀ مالي مرسته جوړېږي.
چې مختلفو پوهنځیو ۲۰۰۰ دوه زره محصلین به د عملي کارنو څخه برخمن شي.
ورزشي تالار(سالون) ودانۍ، دا تالار به د ۱۲۰۰ محصلینو ځایولو ظرفیت به ولري.
ددې ودانۍ جوړېدو سره به د محصلینو د بدنې روزنې په برخه ستونزې ورسره حل شي.
پوهنتون احاطوي دېوال، د ۵ پنځو میلونه افغانیو پۀ ارزښت د ولایت مشروطې بودیجې څخه ورکول کېږي، رغول کېږي.
چې د پوهنتون د ۱۰۸ جرېبه ځمکې څخه به چاپېره شي.
ددې پروژو ټولې چارې به روان ۱۳۹۹ لمریز کال تر پایه به بشپړې شي، او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
پکتیا پوهنتون د روغنیزو پروژو کې د پرمختګ تر څنګ، د لوړو ذده کړو وزارت د هېواد دولتي پوهنتونونو د کیفي وضعیت پۀ اړه ترسره شوې ارزونې پۀ پایله کې پنځم مقام خپل کړ.
پۀ کمه موده کې د پکتيا پوهنتون د بې شمېره پرمختګ او لاسته راوړنو ته د پکتیا ولسونو ډېر خوشبین او هېله مند دي.
د پکتیا پوهنتون سږکال شاوخوا ۱۵۰۰ تنه محصلین د اسلام ، وطن او ټولنې د خدمت او لوړتیا لپاره وړاندې کړل.
https://avapress.com/vdchm6nzk23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته