کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان محکمه:

که مشرف له اعدام وړاندې مړ شي، جسد یې ۳ ورځې باید راوځړول شي

30 قوس 1398 ساعت 15:00


د پخواني پاکستاني مشر پروېز مشرف لپاره جوړې شوې ځانګړې محکمې امر کړی که ناروغ مشرف تر اعدام وړاندې مړ شي، جسد یې باید په دار د دریو ورځو لپاره راوځړول شي.
بلخوا پروېز مشرف د دوبۍ له یو روغتون څخه په یو ویډیويي پېغام کې ویلي، د ده پر ضد د محکمې پرېکړه یوازې له ده څخه سیاسي غچ اخیستنه ده.
د محکمې په دې پرېکړه بیا په کراچۍ کې د پرویز مشرف د پلویانو لاریونونه هم روان دي او د محکمې پر ضد د شعارونو له ورکولو سره سره یې د د غې پرېکړې له منلو انکار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پروېز مشرف څو ورځې وړاندې د محکمې لخوا د ملي خیانت په جرم په اعدام محکوم شوی و.
محکمې ویلي، ښاغلي مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د بیړني حالت په اعلانولو او د اساسي قانون په تعلیقولو سره ملي خیانت کړی دی.


د مطلب کود: 198556

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198556/مشرف-له-اعدام-وړاندې-مړ-شي-جسد-یې-۳-ورځې-باید-راوځړول

آوا
  https://www.avapress.com