دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 198558
کندهار کې د موټر د چپه کېدو پېښه کې ۹ ملکیان وژل شوي
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د مسافرو د یو موټر چپه کېدو پېښه کې ۹ تنه وژل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وویل، پېښه د ارغنداب په خواجه ملک سیمه کې شوې چې ۱ نارینه، ۴ ښځې او ۴ ماشومانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی وايي، د ملکیانو دا موټر د شاولیکوټ له ویاند سیمې څخه کندهار ته روان و چې په لاره کې یو کانال ته ورغورځېدلی دی.
نوموړی د پېښې علت په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د ترافیکو پولیس اکثره مهال د دغسې پېښو علت د موټرچلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي.
https://avapress.com/vdcbswb8wrhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته