دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 198559
له افغانستانه تر پاکستان او هنده پورې سیمه زلزلې ولړزوله
پرون مازیګر د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۴ درجې زلزلې له افغانستانه نیولې د هندوستان تر نوي ډیلي پورې سیمه ولړزوله.
د بدخشان د جرم ولسوال وايي چې تراوسه پورې د ۲۰ کورونو د زیانمن کېدو خبر وررسېدلی دی خو سیمه ډېره لېرې ده او کره معلومات ترې په اسانه او ژر نه شي ترلاسه کېدای.
د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د زلزلې اصلي مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالي د جنوب لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې ښودلی دی او ویل شوي چې ژوروالی یې له ۱۹۰  تر ۲۱۰ کېلو مترو پورې لاندې و.
د دې زلزلې ټکان په افغانستان او پاکستان کې ۶ اعشاریه ۴ درجې اټکل شوي، خو په هند کې یې بیا اندازه ۶ اعشاریه ۳ درجې ښودل شوې ده.
د افغانستان په هندوکش غرونو کې د زلزلې ټکانونه کله کله احساسېږي، خو د نننۍ زلزلې د تلفاتو او زیانونو راپور لا تر اوسه له هیڅ سیمې څخه نه دی ورکول شوی.
https://avapress.com/vdccp4qso2bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته