کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستانه تر پاکستان او هنده پورې سیمه زلزلې ولړزوله

30 قوس 1398 ساعت 15:11


پرون مازیګر د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۴ درجې زلزلې له افغانستانه نیولې د هندوستان تر نوي ډیلي پورې سیمه ولړزوله.
د بدخشان د جرم ولسوال وايي چې تراوسه پورې د ۲۰ کورونو د زیانمن کېدو خبر وررسېدلی دی خو سیمه ډېره لېرې ده او کره معلومات ترې په اسانه او ژر نه شي ترلاسه کېدای.
د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د زلزلې اصلي مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالي د جنوب لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې ښودلی دی او ویل شوي چې ژوروالی یې له ۱۹۰  تر ۲۱۰ کېلو مترو پورې لاندې و.
د دې زلزلې ټکان په افغانستان او پاکستان کې ۶ اعشاریه ۴ درجې اټکل شوي، خو په هند کې یې بیا اندازه ۶ اعشاریه ۳ درجې ښودل شوې ده.
د افغانستان په هندوکش غرونو کې د زلزلې ټکانونه کله کله احساسېږي، خو د نننۍ زلزلې د تلفاتو او زیانونو راپور لا تر اوسه له هیڅ سیمې څخه نه دی ورکول شوی.


د مطلب کود: 198559

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198559/له-افغانستانه-تر-پاکستان-او-هنده-پورې-سیمه-زلزلې-ولړزوله

آوا
  https://www.avapress.com