دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 198565
ولسمشر غني د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي، د اړتیا په وخت کې دې له استجواب او استیضاح وړاندې خپلې پوښتنې مسوولانو او وزارتونو ته په لیکلي ډول واستوي.
ولسمشر د ولسي جرګې د فرهنګي، پوهنې، لوړو زده کړو، حج و اوقافو، طبیعي زېرمو، چاپېریال ساتنې، اوبو او انرژۍ او د شکایتونو د کمېسیونونو له غړو سره د چهار چینار ماڼۍ په لیدنه کې ویلي، په دې کار سره به مسوولان او وزیران په پوره چمتووالي سره د جرګې عمومي ناستو ته حاضرېږي.
ولسمشر مسوولانو ته هم امر کړی چې د ولسي جرګې غړو ته دې د ځواب ورکولو مسئله جدي ونیسي او هر وخت یې چې وغواړي باید ځواب ویلو ته ورشي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسي جرګې د مسوولینو د نه حاضرېدو شکایتونه کړي او د ولسمشر په کابینه یې نیوکه کړې ده چې د پارلمان لخوا د استجواب موضوع جدي نه نیسي.
https://avapress.com/vdcjmoeviuqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته