دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 198567
دانش: اوربند زموږ مهم شرط دی، طالبانو ثابته کړې چې په سوله باور نه لري
د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي، په تېر یو کال کې چې د سولې هڅې پیل شوي، د طالبانو فعالیت دا په ډاګه کړې چې دغه ډله په واقعي سوله باور نه لري.
نوموړي پرون جمعه په کابل کې د یو شمېر محصلینو د فراغت په غونډه کې ویلي، خلک نه شي کولی له اوربند پرته د چا د سولې په شعارونو تېر وځي.
ښاغلي دانش ټینګار کړی چې د باور جوړونې لپاره ضرور ده چې د افغان دولت په محوریت مذاکرات پیل او اوربند هم ورسره هم مهاله ټینګ شي: (( طالبان باید سولې ته د افغان حکومت هرکلی د دولتي ځواکونو او حکومت ضعف ونه ګڼي، بلکې ټول ولس د افغان ځواکونو سره دی او دوی به په قوت د سولې پروسې ته داخل شي.))
ښاغلي دانش طالبان تورن کړل چې په تېر یو کال کې یې ښکاره کړه چې د سولې په کلمه په واقعیت کې باور نه لري: (( طالبانو له فرصت نه په استفاده پر افغان حکومت او متحدینو یې ګوزارونه وکړل او پر ملکیانو یې هم تاوتریخوالی ونه دراوه.))
ښاغلي دانش اوسنی نظام، اساسي قانون، ټاکنې، د ښځو او بشري حقونه، د ښاروندۍ حقونه او د وروستیو کلونو لاسته راوړنې د خلکو ارزښتونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې دا لاسته راوړنې به هیڅکله په معامله له لاسه ورنکړل شي.
ښاغلي دانش همدا راز ټینګاروکړ چې تر څو د افغانانونظر په کې وانخیستل شي، پایداره او عادلانه سوله نه شي راتلای.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې زلمي خلیلزاد کابل ته په وروستي سفر کې د سولې مهم پړاو ته د نږدې کېدو ادعا کړې او ویلي یې دي چې دا ځل سفر کې یې ګټورې سلا مشورې کړې دي.
https://avapress.com/vdcb0wb8zrhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته