کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جوبایډن: اولین کس وم چې افغانستان کې د ځواکونو ډېرول مې اشتباه ګڼله

30 قوس 1398 ساعت 18:47


د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر جوبایډن وايي، د اوباما په اداره کې یې افغانستان ته د زیاتو سرتېرو استولو سره شدید مخالفت درلود.
نوموړی چې اوس د ولسمشرۍ نوماند او د ټرمپ سرسخت رقیب دی، تېره ورځ یې خپلو پلویانو ته په یوه کمپایني غونډه کې ویلي، دا اشتباه وه چې امریکا په کوم هېواد یعني افغانستان کې جګړه نه شوای ګټلی خو سرتېرې یې په کې زیات کړل.
نوموړي د واشنګټن پوسټ د وروستي راپور تایید هم کړی چې په کې ویل شوي امریکايي حکومتونو په افغانستان کې د جګړې د ګټلو درواغجنې ادعاوې کړې دي.
ښاغلی بایډن ايي، دی لومړنی کس و چې په افغانستان کې د ځواکونو له ډیرولو سره مخالف و او دا یې لویه اشتباه بللې وه.


د مطلب کود: 198568

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198568/جوبایډن-اولین-کس-وم-چې-افغانستان-کې-د-ځواکونو-ډېرول-مې-اشتباه-ګڼله

آوا
  https://www.avapress.com