دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 198573
ناامنۍ غور کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د څېړولو مخه ډپ کړې
په غور کې د ښځو چارو رییسه وايي چې په دغو ولایت کې د ناامنیو له امله نه دي توانېدلي چې ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې وڅېړي.

د غور د ښځو چارو ریاست شمېرې ښيي چې د روان کال له پیله تراوسه په دغه ریاست کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۳ پېښې ثبت شوې دي.
د دغه بنسټ چارواکي وايي چې یوازې د غور په مرکز فېروز کوه ښار او د دولتیا او لعل و سرجنګل ولسوالیو کې لاسرسۍ لري او د ښځو بر وضعیت څارنه کوي.
غور کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د شمېر زیاتوالي ترڅنګ، تل د ښځو په وړاندې تر ټولو زړه بوږنونکو تاوتریخوالو شاهد دی - له ناموسي وژنو نیولې ترصحرایي محکمو.
د غور د ښځو چارو رییسه حلیمه پرستش په دې اړه وايي:«که چېرې وضعیت ښه وي او غور ته ارامښت راستون شي، موږ به خورنده پوهاوی به ولرو او د سازمان او قانون جوړونکو همکارانو له تخنیکي او فرهنګي همکارانو څخه به ډېره همکاري ولرو.»
د ښځو د حقونو فعالینې وايي چې، د ښځو پر وړاندې د زورزیاتیو ډېری پېښې پټې ساتل کېږي.
د ښځو د حقونو فعاله راحله رحمان زاده څرګندوي:«امنیت ډېر خراب دی. په لرې پرتو سیمو کې هېڅ امنیت نشته. هلته زورزیاتی خپل وروستي حد ته رسېدلی. هره ورځ ښځې ځان وژنه کوي، ځان سوځوي، تېښته کوي، صحرايي محاکمه کېږي، او له زرو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»
د ښځو د حقونو فعاله خاطره غوري وايي:«د ښځو د حقونو بنسټونه د امنیت نشتون له امله هلته پوهاوی نه شي ورکولی او تل ښځې د طالبانو له خوا صحرايي محاکمه کېږي، سنګسارېږي. له دولته زموږ غوښتنه دا ده، چې دغه سیمې د طالبانو له شتونه پاکې کړي.»
په غور ولایت کې، د صحرايي محکمو تر څنګ، جنسي تېري، جبري ودونه، تر سن ښکته ودونه او وهل او ډبول هغه زورزیاتۍ او تاوتریخوالی دی چې، د دغه ولایت ښځې او نجونې ورسره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdciyvazpt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته