د بدني روزني د عمومي ریاست او المپیک ملي کميټې رسنیز غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به له د ۲۰۲۰ میلادي کال له مارچ میاشتې څخه هغه هېواد ته د افغان ورزشکارانو رسمي سفرونه پیل شي.
د ښاغلي قاري زاده په خبره، د دغه هوکړه لیک لاسلیک کولای شي په بېلابېلو ورزشي رشتو کې د دوستانو لوبو او اړیکو د پراختیا په برخه کې اغیزناک رول ولوبوي.