دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود : 198580
ځینې وکیلان: افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او حضور ته اړتیا لري
د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او په دغه هیواد کې حضور ته اړتیا لري.
له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکايي چاواکو له څرګندونو سره هم مهاله د افغانستان دولسي جرګې دفاعي کمېسیون وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته اوس هم اړتیا شته.
ددې جرګې د دفاعي کمېسیون مرستیال غلام ولي افغان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له مرستې او ملاتړ پرته د افغانستان د امنیت د ټینګښت په برخه کې له ستونزو سره مخ کېدای شي.
هغه وویل: "د امریکايي ځواکونو شتون اوس مهال په افغانستان کې یو لازمي امر دی، د دې لپاره چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د تکتیک او تجهیزاتو له اړخه مرستې ته اړتیا لري، تر کومه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له نظامي اړخه لازمه توانايي پیدا نه کړي د امریکايي ځواکونو حضور په افغانستان کې حتمي ګنل کیږي."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، ترکومه چې ډاډ تر لاسه نشي چې افغانستان د بیا ځلې لپاره د ترهګرو په امن پټنځاینو نه بدلیږي امریکايي پوځیان په دې هېواد کې پاتې کیږي.
خو له دې وړاندې ښاغلي اسپر ویلي وه چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور له کمېدو سره ستونزه نه لري.
هغه همداراز ویلي وه چې، حاضر دی د سولې له هوکړه لیک وړاندې او یا هم د هغې د نه لاسلیک کېدو په صورت کې په افغانستان کې خپل عسکر کم کړي.
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکي چې له افغان حکومت سره به هغه مهال مخامخ خبرې پیل شي چې امریکا د خپلو ټولوعسکرو د وتلو په اړه هوکړه لاسلیک کړي.
 
https://avapress.com/vdcg779qzak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته