دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۰۳
د مطلب کود : 198603
د کابل پولیسو د خالد دندان په ګډون څلور غلو ته مرګ و ژوبله اړولې
کابل پولیسو په ډاګه کړې، چې د خالد دندان او یوسف خنجر په ګډون د غلو یوې څلور کسیزې شبکې ته، چې غوښتل یې یو فرونر موتر غلا کړي مرګ و ژوبله اوښتې ده.
پولیسو زیاته کړې، چې د غلا په دې پېښه کې خالد دندان او یوسف خنجر وژل شوي او دوه نور همکاران یې ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه څلور کسیز باند غوښتل، چې له خیرخانې سیمې یو فرونر موتر غلا کړي، چې له پېژندلو وروسته له پولیسو سره ښکېل شول او یو پولیس ترې ټپي شو؛ پولیسو هم پر اړوند غلو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې د غلو د دغه باند مشر خالد دندان او ورسره همکاریې یوسف خنجر وژل شوي او دوه نور په ټپی حالت کې ونیول شول.  

د یاد وزارت پولیسو په ډاګه کړې، چې دغې شبکې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې پر غلا، لوټ، تښتونو او وژنو لاس پورې کړی دی.
 
https://avapress.com/vdccx4qs12bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته