دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 198628
نن ماسپښین په غالب احتمال د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانېږي
د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات تاند ته وایي، په غالب احتمال چې نن یکشنبه ماسپښین د ټاکنو پایلې اعلان شي.
نوموړی وایي، د ټاکنیزو پایلو لپاره ټول تدابیر نیول شوي او راپور د ټاکنو کمېسیون کمیشنرانو ته سپارل شوی دی چې د تخنیکي ستونزې د نه موجودیت په صورت کې به پایلې اعلان شي.
نوموړی زیاتوي، د ۷ ولایتونو رایې بیا شمیرل شوي او اطلاعاتي بانک ته یې د نتایجو پایلې رسول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تاند ته د رسېدلیو لومړنیو معلوماتو له مخې اشرف غني بریالی او عبدالله عبدالله بیا هم ناکام دی.
خو کمېسیون بیا دا راپور نه تاییدوي او وایي، اصلي پایلې به هغه وي چې په نهایي ډول یې دوی اعلان کړي.
https://avapress.com/vdcj8oevouqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته