دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 198635
د اوبو او انرژی وزارت ۹ عام المنفعه پروزی خصوصی شرکتونو ته وسپارلي
آوا خبرګزاری-کابل: انجنیر خان محمد تکل د اوبو او انرژی وزارت اوبو معین عام المنفعه ۸ پروژو قراردادونه او ماستری په سطحه بورسیه رامنځته کول ددی وزارت ۶۰ کارکوونکو ته پولی تخنیک پوهنتون کې د یو رسمی بیانیه په لړ کې په کابل کې خصوصی شرکتونو نمایندګانو سره امضا کړ.
 
 
 
دا قراردادونه د نمایندګانو مجلس ځینو غړو، د اوبو او انرژی وزارت روساوو په حضور د ۲۴۹ میلیون افغانیو په ارزښت امضا شول.
قراردادونو کې سواحلو تحکیم پنځه پروژی، هلمند ولایت کې کانالونو بیارغونه، کاپیسا، بلخ او افراه کې کانالونو بیارغونه، بادغیس او هرات ولایتونو کې یو استیشن نصب او ساتونکو اتاق اعمار پروژی شامل دی.
دا پروژی د ۲۴۹ میلیون او ۴۴۵ زره او ۲۹۹ افغانیو په ارزښت د نړیوال بانک او هندوستان دولت له لوری مخته وړل کیږی.
همدارنګه د ارچی کهنه کانال، بسته پنجم کانال رغونه پروژه کندوز ولایت کې د ۳ میلیون او ۹۹۳ زره او ۸۴۶ دالرو په لګښت او ماستری بورسیو قرارداد ددی وزارت ۶۰ تنه کارکوونکو ته د پولی تخنیک پوهنتون سره د ۲ میلیون او ۶۰۰ زره دالرو په لګښت د آسیایی انکشاف بانک بلاعوض مرستو سره ترسره امضا شو.
خان محمد تکل د اوبو او انرژی وزارت معین وایی چی د اقلیمی بدلونونو، نفوس ډیریدل او اوبو کمتیا له امله د اوبو سمه مدیریت ضروری دی.
په همدی وخت کې د نمایندګانو مجلس ځینی غړۍ ددی پروژو لپاره اوبو او انرژی وزارت څخه ستاینه وکړه او عام المنفعه پروژو امضا د هیواد اقتصاد او زراعت پرمختګ لپاره یو ښه ګام وبلل.
https://avapress.com/vdchx6nzm23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته