دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 198643
عبدالله: په
د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ کاندید عبدالله عبدالله وايي، خپلو قانوني غوښتونو ته له رسیدګۍ پرته د اعلان شوو «تقلبي» رایو پایلې هیڅ کله نه مني.

د ټاکنو کمېسیون نن د «مرغومې پر لومړۍ نېټه» د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې محمد اشرف غني د ۹لکه ۲۳زره او ۸۶۸ رایو په تر لاسه کولو سره تر نورو کاندیدانو مخکې دی.
د ټاکنو کمېسیون مشرۍ حوا علم نورستانۍ د یادو پایلو د اعلان پر مهال وویل، چې د اشرف غني د ټولو رایو فیصدي ۵۰،۶۴سلنه ده، چې سل سلنه کېږي.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو په اساس د ولسمشریزو ټاکنو بل کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د ۷ لکه ۲۰زره او ۹۹ رایو په تر لاسه کولو په دوهم مقام کې راغلی دی.
خو د عبدالله عبدالله دفتر د ټاکنو کمېسیون لخوا د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، تر څو چې پاکې رایې له ناپاکو رایو څخه نه وي بېلي شوي د ټاکنو کمېسیون لخوا د اعلان شوو رایو پایلې نه مني.
په خپره شوې اعلامیه کې د عبدالله عبدالله له قوله راغلي:"ما د خپلو خلکو په ملاتړ د مشرتابه په ناستو کې، د رسنیو په حضور کې او اعتراضه غونډو کې په وار وار اعلان کړی دی، چې له ټولو قانوني وسایلو او امکاناتو نه په استفادې د خلکو له پاکو رایو دفاع کوم، او په درغلیو رامنځته شوی او تقلبي رایې هېڅ کله نه منم، د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم، چې پر خپلې ژمنې ولاړ یم، چې له پاکو رایو نه د ناپاکو رایو له بېلولو پرته د ټاکنو کمېسیون لخوا د تقلبي پایلو اعلان مشروعیت نه لری."
نوموړي د شکایتونو له کمېسیون څخه غوښتي چې په دې اړه د ټولو کاندیدانو قانوني غوښتونو ته د ټاکنیزو طرزالعملونو له‌مخې رسیدګي وکړي.
هغه یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي، چې د خلکو له پاکو رایو څخه به دفاع وکړي او د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه به په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وینا وکړي.
په کابل کې د امریکا سفیر جانس بیا د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه د خوښۍ په ښودلو سره ویلي چې، د وروستیو پایلو د اعلان لپاره ډېرو نورو ګامونو ته اړتیا ده.
هغه پر خپل ټوېټر لیکلي:"دا ډېره مهمه ده او باید په یاد وساتئ چې دا پایلې لومړنۍ پایلې دي، د وروستیو پایلو د اعلان لپاره ډېرو نورو ګامونو ته اړتیا ده تر څو پر پایلو باندې د افغانانو باور ډاډمن کړي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما په یوه اعلامیه کې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هر کلی کړی دی:"ټول کاندیدان ددې فرصت لري، چې خپلې اندیښنې، د مناسبو میکانیزمونو له لارې، په ټاکل شوي وخت کې د اړونده قانوني چوکاټونو، مقررو او تګلارو پراساس مطرح کړي. په عین وخت کې، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مکلفیت لري، چې هر ور رسیدونکي شکایت ته په شفاف او دقیق ډول رسیدنه وکړي، چې د ټاکنو بهیر په باوري ډول پای ته ورسیږي."
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې مېزان میاشتې پر شپږمه نېټه تر سره شوې، چې په ټاکنو کې د درغلیو د ادعاو له امله یې د پایلو اعلانول څو ځله وځنډېدله.
 
https://avapress.com/vdcgt79qwak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته