کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سولې عالي شورا: طالب پلاوی خپلو مشرانو سره د مشورې لپاره له قطره پاکستان ته تللی

1 جدی 1398 ساعت 17:15


د سولې د عالې شورا ویاند اسدالله زایري  وویل، تېره ورځ په قطر کې د طالبانو له دفتره یوه پلاوي پاکستان ته سفر کړی دی.
د زایري په وینا د ياد پلاوي د سفر موخه دا ده چې له طالب چارواکيو سره د امریکا دوه تازه وړاندیزونه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مزاکرات او دغه راز د اوربند په اړه له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي.
پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا هم د دې سفر پخلی کوي او وايي، دا سفر څو ورځې وړاندې شوی او اوس هم دوام لري، چې د قطر له دفتره د ملاشهاب الدین دلاور په مشرۍ د طالبانو درې کسیز پلاوی پاکستان ته تللی دی.
د سیداکبراغا په وینا د نوموړي د معلوماتو له مخې ویل کېږي چې طالب چارواکيو هم د امریکا له نویو دوو وړاندیزونو چې اوربند او افغان حکومت سره مزاکرات دي منلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه پیل او له افغان ولسمشر او سیاستوالو سره یې هم خپلې موندنې شریکې کړې.
اوس ځینې داسې راپورونه هم خپاره شوي  چې ځینو سرچینو ویلي په راتلونکې اوونۍ کې به لس ورځنی اوربند اعلان شي.
د يادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په ټپه ولاړې خبرې يو ځل بیا پیل شوې، چې وروسته له درېيو ورځو خبرو پرته له دې چی د خبرو پایلې معلومې شي دا مزاکرات ودرول شول.


د مطلب کود: 198654

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198654/سولې-عالي-شورا-طالب-پلاوی-خپلو-مشرانو-سره-د-مشورې-لپاره-له-قطره-پاکستان-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com