دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 198657
جان بس: د وروستیو پایلو تر اعلان پورې ډېر ګامونه پاتې دي
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر «جان بس» وایي، اعلان شوې پایلې لومړنۍ دی او په دې موخه چې افغانان باور وساتلای شي، د وروستیو پایلو تر اعلان پورې ډېر ګامونه باید واخستل شي.
جان بس په خپل ټویټر باندې د لومړنیو پایلو د اعلان له امله، د ټاکنو کمېسیون له کمشنرانو او غړو مننه کړې او تر څنګ یې یاده کړې« افغانان باید دا په یاد ولري، چې اعلان شوې پایلې لومړنۍ دي او په دې موخه، چې وروستۍ پایلې د منلو وړ وګرځي او د افغانستان خلګ ورباندې باور وساتي، ډېر ګامونه په وړاندې اخستل غواړي.»
جان بس داسې مهال د وروستیو پایلو تر اعلان وړاندې د ځینو ګامونو د اخستلو غږ کوي، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر وايي، لومړنۍ پایلې ورته د منلو وړ نه دي.
https://avapress.com/vdcbswb8zrhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته