کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تورخم دروازه د پاکستانیو کلدارو په راوړلو هم بندیز ولګېد

1 جدی 1398 ساعت 17:58

د تورخم ښاروال انجنير راحت ګل زيارمل په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي دي، په تورخم به پاکستانۍ وړې روپۍ (٥ ګون، لسګون، شلګون) نه راتېرېږي او غټ نوټونه به يوازې له مجوزو اشخاصو سره د پېسو د نړيوال قانون له مخې په معلومه اندازه د انتقال اجازه وي.

نوموړی زياتوي، چې نور نو د بازار پېر او پلور به د جدي له لومړۍ نېټې په افغانيو وي، په دې کې هېڅ رعايت نشته.
زیارمل لیکي، چې د هر دوکاندار يا مشتري چې وړې افغانۍ پکار وي، د افغانستان بانک نمايندګي يې ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستانۍ کلدارو د مخنيوي لپاره سخت ګامونه پورته شوي دي او په خوست او پکتیا ولایتونو کې هم د پاکستانیو کلدارو پر وړاندې جدي اقدامات شوي دي.
خوست یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې له ډېرو کلونو راهیسې په کې پاکستانۍ کلدارې کارول کیږي؛ خو دا ځل د ولس په همغږۍ او ملاتړ په دغې ولایت کې د کلدارو چلېدل بند شوي دي.

د مطلب کود: 198659

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198659/په-تورخم-دروازه-د-پاکستانیو-کلدارو-راوړلو-هم-بندیز-ولګېد

آوا
  https://www.avapress.com