دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۰
د مطلب کود : 198676
مودي: د هند مسلمانان باید اندیښمن نه اوسي
په هند کې د دین په اساس د تابعیت ورکولو د قانون پر ضد د مرگونو مظاهرو وروسته د هند صدراعظم نرندرا مودي نن د دسمبر په ٢٢ (مرغومې ١) مسلمانان زغم او حوصیلې ته وهڅول.
ښاغلي مودي د خپل گوند پلویانو ته په خطاب کې وویل: "مسلمانان چې ددې خاورې بچیان دي او نیکونه یې هم د هند د مورنۍ خاورې اولادونه وو، اړتیا نلري چې د قانون او دده د اتباعو د ملي نوم ثبتولو له طرحې نه اندیښمن اوسي".

ښاغلي مودي وویل چې هندي مسلمانان ددې هیواد د نورو اوسیدونکو په څیر هندیان دي.

د تابعیت د قانون ضد مظاهرو په ترڅ کې چې د آسام ایالت نه پیل شوې او ددې هیواد لویو ښارونو ته وغزیدلې په لسگونو مظاهره کوونکي وژل شوي او په سلگونو ټپي او نیول شوي دي.

د هند صدر اعظم خپل سیاسي مخالف گوند (د کانگرس گوند) په افغان غږ خبری آژانسزو اچولو تورن کړ چې گواکې دغه گوند داسې افغان غږ خبری آژانسزې خپرې کړي چې حکومت غواړي مسلمانان په کمپونو کې بندیان کړي.

ددغه نوي قانون له مخې له مسلمانانو پرته نورو مهاجرینو ته چې د ٢٠١٥ کال راپدېخوا له افغانستان او بنگله دیش نه هند ته تښتیدلي ورته د هند تابعیت ورکول کیږي.

ددغه قانون منتقدین وایي چې د هند د صدراعظم نرندرا مودي واکمن گوند هڅه کوي ددغه قانون په پلي کولو سره ٢٠٠ میلونه مسلمانان چې د هند ستر اقلیت دی پدې هیواد کې څنډې ته کړي.
 
https://avapress.com/vdccm4qse2bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته