دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 198713
جلال اباد ښاريان د ټاکنو خپلواک کميسون له لوري د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنۍ پايلو د اعلان هرکلی کوي
دوی د ټاکنو خپلواک کميسون څخه غوښتنه کوي، چې د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې هم ژر او پر خپل ټاکلي وخت  اعلان کړي.
د جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې راټول سوي،  ښاريان د ټاکنو د خپلواک کميسون له لوري د ولسمشريزو ټاکنو د  لومړنيوپايلو د اعلان هرکلی کوي.
دوی د لومړنيو پايلو د اعلان له مخې د دولت جوړونکي ټيم د بريا له امله خوښۍ لمانځي.
جلال اباد ښاريان د ټاکنو خپلواک کميسون څخه غوښتنه کوي چې د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې هم ژر او پر خپل ټاکلي وخت اعلان کړي.
دوی له ټولو ټاکنيزو ټيمونو څخه غوښتنه کوي، چې د ټاکنو خپلواک کميسون پريکړو ته درناوی وکړي او ملي ګټو ته ژمن پاتې سي.
جلال اباد ښار يان دغه راز  راتلونکي حکومت څخه غوښتنه کوي، چې امنيت ټينګښت،  فساد، غصب، بې عدالتۍ او  زورواکۍ مخنيوي په موخه جدي اقدامات ترسره کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مسوولينو په وينا، په لومړنيو پايلو کې محمد اشرف غني مخکښ دی،چې په خبره يې   ۵۰،۶۴ سلنه رايې يې ګټلي دي.
https://avapress.com/vdcezv8zxjh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته