دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 198714
ولايتي شورا له حکومت اوطالبانو دواړوغوښتنه وکړه،چي دبرېښنا ستونزه حل کړي او پدې برخه کي دخلکوستونزوته پام وکړي
د کندهار ولايتي شورا په نوبتي غونډه کي په کندهار او هلمند ولايتونو کي د برېښنا پر نه موجوديت خبري وکړې او زياته ئې کړه، چي د برېښنا د نه موجوديت له امله ولس په ستونزه کي دی او حکومت او وسلوال مخالفين بايد دواړه د ولس دې ستونزو ته پام وکړي.
له تيرو څو ورځو راهيسي پر کندهار او هلمند ښارونو باندي برېښنا قطعه سوې چي له امله يې ددې دواړو مهمو ښارونو په زرګونه اوسېدونکي له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.
دولايتي شورا غړي وايي، چي حکومت او طالبان دواړه بايد دولس ستونزو ته پام وکړي او دبريښنا د بيرت فعالېدو لپاره ژر اقدام وکړي.
د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال وايي دوئ داسي معلومات ترلاسه کړي، چي د هلمند د يو شمېر ولسواليو او برېښنا شرکت ترمنځ ستونزي راولاړي سوي او برېښنا ئې کجکي کي بنده کړې ده.
دولايتي شورا د نن ورځي په غونډه کي له کندهار څخه نوي ډهلي ته د پروازونو پر بندېدو هم خبري وسوې.
دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال وايي، چي دوئ دهوائي ټرانسپورټي شرکتونو له مسولينو او امنيتي ارګانونو سره خبري کړې او ددې پروازونو د ممکنه بندېدو په اړه يې ورسره خپله ژوره اندېښنه شريکه کړې ده.
دولايتي شورا غونډي ته دغه راز دلته په کندهار کي د پاکستان جنرل کونسل نعيم خان هم د ولايتي شورا له غړو سره د تعرفي ليدني لپاره راغلی وو.
دولايتي شورا رئیس وايي، چي د پاکستان له جنرال کونسل سره يې ددواړو هيوادونو ترمنځ پر سوداګريزو، وېزې، لوړو زده کړو او ځينو نورو برخو کي خبري درلودلې.
بايد وویل سي، چي د ولايتي شورا په غونډه کي د مراجعينو پر ستونزو او غوښتونو هم بحث وسو او د حل په موخه اړوند ادارو ته راجع سوې.
https://avapress.com/vdcfycdyjw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته