دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 198717
له نږدې درې میاشتو وروسته؛غني په كمزوري اكثريت د لومړي پړاو مخكښ اعلان شو
كه د شكاياتو كمېسيون يوولس زره رايې باطلې كړي انتخابات دوهم پړاو ته درومي د امریکا سفیر وايي چې دا لومړنۍ پايلې دي لا د وروستیو پایلو اعلان ته وخت پاتې دی داسې ښكاري چې له دې اعلان سره به نوي پيل شوي اعتراضونه او لانجې زور واخلي که اشرف غني بریالی اعلان شي كمزورى حكومت به وي د سولې پروسه به اوږده موده شاته ولوېږي، ځکه اشرف غني او ټیم یې سوله نه غواړي
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له نږدې درې میاشتو وروسته پرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. انتخاباتو کمېسیون ولسمشر غني د ۱۳۹۸ د ولسمشرۍ انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې په ډېر لږ اكثريت مخکښ اعلان کړ.
د انتخاباتو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ پرون د لومړنیو پایلو د اعلان پر مهال وویل چې د سږ کال په انتخاباتو کې ټولې ۱ میلیون او ۸ لکه او ۲۴ زره او ۴۰۱ رایې کارول شوې دي، چې په ترتیب سره محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په لومړي، عبدالله عبدالله د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رایو په ګټو سره دویم، ګلبدین حکمتیار په درېیم او پاتې نور نوماندانو په ترتیب همداسې رایې ترلاسه کړې دي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو پایلو له اعلان نه څو ساعته وروسته ولسمشر غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپل ټیم غړیو او پلویانو ته وینا وکړه او خپله بریا یې ونمانځله. ولسمشر غني ځان فاتح وګاڼه او د حکومت جوړولو ژمنه یې وکړه.
محمد اشرف غني نورو انتخاباتي ټیمونو ته په خطاب کې وویل چې د لوبې قاعده دې د افغانستان د قوانینو په اساس رعایت کړي او “قانوني” چلند دې وکړي او ژمنه یې وکړه چې ټیم به یې هم د قانون سره سم عمل وکړي.
په ورته مهال د ولسمشرۍ نوماندانو عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او یو شمېر نورو نوماندانو د لومړنیو پایلو تر اعلانېدو وروسته ویلي، چې تقلبي او جعلي پایلې نه مني داسې ښكاري چې اعتراضونه به زيات شي او د لومړنيو پايلو اعلان به په يوه نوي جنجال بدل شي.
ډاکتر عبدالله پرون ماښام ناوخته په سپیدار ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې انتخابات یې ګټلي او په ټول قووت سره به د خلکو له رایو څخه دفاع وکړي. ډاکتر عبدالله وویل چې یوازې پاکې رایې د انتخاباتو برخلیک ټاکلی شي او دی د خلکو له رایو څخه دفاع پر ځان فرض ګڼي.
د امنیت او عدالت انتخاباتي ټیم مشر هم وايي چې تقبلي پایلې نه مني. رحمت الله نبیل ویلي، انتخاباتو کمېسیون د یو ټیم په پلویتوب د لومړنیو پایلو تر عنوان لاندې د منظمو او مخکې پلان شوو درغلیو اعلان کړی چې نه دوی او نه هم ملت ته د منلو دي.  نبیل ویلي چې د لومړنیو پایلو اعلان د دموکراسۍ پر وړاندې کودتا وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د لومړنیو پایلو د اعلانېدو هرکلی کړی. په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر ټوېټر د انتخاباتو کمېسیونونو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار کړی چې دا لومړنۍ پایلې دي او باید د شکایتونو له څېړلو وروسته وروستیو پایلو ته په تمه شو.
بل لور ته د چارو شنونکي وايي چې که اشرف غني چې په لومړنیو پایلو کې مخکښ اعلان شوی دی د دغه انتخاباتو ګټونکی شي. نو ډېر كمزورى حكومت به وي او هېواد به له لويو بحرانونو سره مخ كړي، سوله به د اوږدې مودې لپاره شاته ولوېږي، ځکه چې غني او ټیم یې د سولې خلاف دي، په دې صورت کې که د امریکا او طالبانو ترمنځ بیا هم توافق کېږي معنا یې دا ده چې امریکا که سوله غواړي بیا به پر حکومت فشار راوړي.
د چارو شنونکي نصرت الله حقپال د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلان په تړاو د سولې د راتلونکې په باب ویسا ته وویل: زما په نظر دوه حالته دي، ډېر احتمال دی چې د شکایتونو کمېسیون پرېکړې بل حالت رامنځته کړي، یعنې انتخابات ګټونکی ونه لري او دویم پړاو ته لاړ شي، نو بیا خو د سولې لپاره فرصت او چانس شته، دا د امریکا لپاره ارزانه او اسانه لار ده خو که غني په همدې پړاو کې بریالی شي بیا یې معنی دا ده چې امریکایان هم سولې ته صادق نه دي او دا یوه مانوره وه او زموږ ولس یې تېر ایسته، ځکه چې غني بیا په هېڅ صورت د سولې پروسه نه مني ځکه د سولې په بهیر کې د لنډمهالي حکومت راتلل اړین دي.
حقپال وايي، که امریکا بیا هم پر غني فشار راوړي چې د سولې لپاره دې له حکومت نه تېر شي د دې امکان شته خو اسانه لاره یې بیا هماغه ده چې انتخابات په لومړي پړاو کې ګټونکی ونه لري.
په امریکا کې مېشت واحد فقیري هم ورته نظر لري. نوموړی وايي چې که د سولې مساله جدي وي بیا خو د لنډمهالي حکومت جوړېدل حتمي دي، که امریکا په ريښتیا سوله غواړي او خپل پوځونه باسي بیا د لنډ مهالې حکومت طرحه خامخا پلي کېږي.
https://avapress.com/vdcizvazyt1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته