کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله ته د عطا نور کنایه: دولت ساز ته د بریا مبارکي وایم او نورو ته ښه چانس غواړم

2 جدی 1398 ساعت 10:21


د جمعیت اسلامي ګوند اجراییوي مشر عطا محمد نور د ټاکنو د لومړنیو پاسلو د اعلان له کبله د ټاکنو له کمېسیون مننه کړې او دولت ساز ته یې په ټاکنو کې د مخکښۍ له کبله د بریا مبارکي ویلې ده.
عطا محمد نور په یوه اعلامیه کې نورو ټاکنیزو ډلو ته هم د ښه چانس هیله کړې ده او ویلي یې دي خوشاله دی چې بالاخره کمېسیون، ټاکنیز جنجال ته د پای ټکی کیښود او پایلې یې د ده په وینه له زحمتونو ګاللو وروسته په پوره زړورتیا اعلان کړې
عطا محمد نور په خپله اعلامیه کې زیاته کړې: (( افغانانو د امنیتي ګواښونو سربیره په ټاکنو کې ګډون وکړ او حق یې و چې ژر د خپل انتخاب په اړه خبر شي، هیله من یم ټول موانع له منځه ولاړ شي او نهایي پایلې هم واورو.))
عطا محمد نور هیله ښودلې چې د پایلو په اعلان سره به اقتصادي رکود پای ته ورسېږ، د پانګه والو باور به بیرته په نړرمال شوي وضعیت ټینګ شي او خلک به هوسا ژوند ته وروګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی اعلان کړ چې د کمیسیون د اعلان په تړاو یوناما او د امریما سفارت هم هرکلی کړی دی.


د مطلب کود: 198718

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198718/عبدالله-ته-د-عطا-نور-کنایه-دولت-ساز-بریا-مبارکي-وایم-او-نورو-ښه-چانس-غواړم

آوا
  https://www.avapress.com