دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 198720
ننګرهار، کابل او لغمان د پښتنو اقتدار وساتل
د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې پلازمیني کابل او ختیځ ننګرهار د اشرف غني ملا وتړله او پښتون قوم یي له یوي خطرناکي ماتي وژغورل.
لغمان، پکتیکا، پکتیا او خوست یو په بل پسې د رقیب پر وړاندي ودریدل او یوه خطرناکه دسیسه یي ډوبه کړه.
د پردیو په لمسون یوې ډلي خطرناکو روزل شویو افغان ضد څیرو غوښتل د افغان وطن تاریخي مشرتوب خطم کړي.
د پښتنو د امپراطورۍ تیرې څوکي چې یو مهال له هندوکوشه تر ډهلي او د چین له پولو تر اصفهانه غزیدلي وي د تاریخ په اوږدو کې په  وار وار د غولولو شویو کورنیو عناصرو په لمسون له خطر سره مخامخ کړای شوي وي.
د روان هجري لمریز کال ولسمشریزي ټاکني هم د ورته عناصرو له لوري له خطر سره مخامخ وي، او همدې ډلي هڅه کوله د پښتنو اقتدار زیانمن او دا با وقاره قوم د سیاست له ګدۍ څنګ ته کړي، چې له ښې مرغي دا دسیسه با شعوره او جنګیالو بچو شنډه  کړه.
د روان کال د میزان د میاشتي ولسمشریزي ټاکني په داسي وخت تر سره شوي چې د افغان ټبر بیلا بیل دښمنان د یوه تاریخي اتل قوم پر ضد په یوه سیستماتیکه دسیسه بوخت ول.
د ټاکنو پایلي ډیري جنجالي شوي خو له څه کم څلورو میاشتو وروسته د ډاکټر  اشرف غني په ګټه پای ته ورسیدي.
د کمیسیون ارقام هغه ولایتونه د اشرف غني د دولت جوړونکي ټیم کلیدي ملاتړي ښيي چیرته چي پښتانه قومونه ځای پر ځای دي.
د غني نږدي رقیب ډاکټر عبدالله په اکثریت تاجک او هزاره میشتو سیمو کې ډیري رايي ګټلي خو د میدان وردګو او غزني په ګدون د ګوتو په شمیر محدود ولایتونه دي چې په ډاکټر عبدالله ولاړ ول.
کابل کې ډاکټر غني یو لک او شپږ شپیته زره ، شپږ سوه نونس رایي او رقیب یی یو لک او یو څلویښت زره او اته سوه او یو اتیا  رایي خپلي کړي دي.
په همدې ډول په ننګرهار کې څه کم یو لک او اته اتیازره رایي ډاکټر غني او څه کم پینځه زره رایي ډاکټر عبدالله ګټلي دي.
محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال د داسی جنجالي ټاکنو په نتیجه کې د ملي وحدت په نوم د حکومت مشر شو.
دا هماغه دوره ده چې اکثریت بهرني ځواکونه د افغانستان نه ووتل، مالي مرستې کمې شوې او د افغانستان امنیتي مسؤلیت افغانانو ته وسپارل شو.
که څه هم په تیرو پینځو کلونو کې د ډاکټر غني په دوره کې په زرهاوو تنه افغانان په بیلا بیلو بغاوتونو کې شهیدان او ټپيان شول لیکن افغان دولت وتوانید چې له موجودو لوړو ژورو سره جمهوریت وساتي او هغه لوی ګواښونه دفع کړي چې د هیواد بقا یي ګواښله.
ُد ډاکټر غني مخالف عبدالله عبدالله په بامیان، دایکندی ، بلخ، سمنګان، تخار، پروان، جوزجان، وردګ، بادغیس، کندز او کاپیسا کې ډیري رايي خپلي کړي وي لیکن ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیکا، خوست او پکتیا هغه ولایتونه دي چې د اشرف غني کلکه ملا یي تړلي او هغه یي بریالي توب ته رسولی دی.
رواني ټاکني که څه هم یوازي د جمهوریت د بقا مانا لرله بلکې د پښتنو لپاره یو لوی ازمایښت هم وو.
ځکه پښتون قوم په تیرو ۱۹ کلونو کې سخت د مال او سر زیانونه ولیدل او لږ تر لږه داسي کورنۍ به نه وي چې خپل یو یا دوه عزیزان یي په دغه جګړه کې له لاسه نه وي ورکړي.
پښتانه چې په تاریخ کې یو مقتدر او جنګیالی قوم تیر شوی دا ځل په ډیر باشعوره ډول د پښتنو ارزښتونو د تداوم او بقا لپاره په ډاکټر غني پسي ودریدل .
هغوي دا له یاده و ایستل چې په تیرو پینځو کلونو کې ورته د حکومت له لوري څه امتیازات ورکړل شوي او ایا د هغوي دردونه کم شوي که لا هم په منظمه توګه کړول شوي دي.
په ډیری پښتون میشتو ولایتونو کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ګواښونو سره سره پښتني میندي، خویندي، وروڼه، زاړه واړه له کورونو را ووتل او په یوه ډول نه یوه ډول یي د پښتون با وقاره قوم د ملاتړ لپاره د ډاکټر اشرف غني ملاتړ وکړ.
یوه مسله باید له پامه و نه باسو چې زمونږ ګاونډیان په ډیره پلان شوي برنامه باندي دا لټون کوي چې لږکۍ اقتدار ته ورسوي هغه لږکۍ چې وايي د پښتنو سلطه، وقار او تاریخي اقتدار ورته د منلو نه دی او باید په هره بیه چې وي وپرزول شي.
هغوي پرته له  دې چې په موضوع سر خلاص کړي د پردیو په لمسون او د خپلو خرڅو شویو مشرانو په هڅوني د داسي یوه قوم پر ضد ودریږي کوم چې د هندوکش له غرونو سا اخلي، د بکوا په دښتو کې سکون اخلي او د آمو له سینه اوبه څښي.
دغه قوم چې د شرق او غرب تاریخ يي د وفادارو، با عزته، مهمان پرسته او غچ اخیستونکي انساني ډلي په نامه پيژني هیڅ کله هم په خپله جغرافیه کې ظلم او ناروا نه شي زغملای او حتی پردیو ته یي هم د میلمه پالني غیږه خلاصه ده.
دغه قوم د وطنپرستۍ او میلمه پالني د احساس او اصولو له مخي حتی د نړۍ خطرناکي څیري هم ومنلي او ورته یي ځای ورکړ.
هغه څیري چې ټوله نړۍ یي لټون کاوه او هیڅ چا ورته ځآی نه ورکاوه.
د پښتنو اقتدار به تل قایم وي او هیڅ پښتون خلافه ځواک دغلته د ټینګیدو او واکمنیدو توان نه لري.
https://avapress.com/vdcci4qsx2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته