د هند د باندنیو چارو زیر ایس جی شنکر له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره د دواړو هېوادونو د ګډ کمېسیون په ۱۹مه ناسته کې په چابهار بندر د کارونو د چټکولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلی شنکر چې له امریکا څخه په راستنېدو نېغ ایران ته تللی دی، پر خپله ټویټر پاڼه لیکي، له جواد ظریف سره یې د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو ګټور بحثونه کړي دي او په چابهار بندر یې د کارونو د چټکتیا هوکړه ورسره کړې ده.
د ویلو ده چې امریکا چابهار بندر د هند او افغانستان په خاطر پر ایران له لګولیو بندیزونو معاف کړی او پر دغه بندر یې صادرات او واردت لا نه دي تحریم کړي.
دا ستراتیژيک بندر چې د هند په اقیانوس کې واقع دی، د افغانستان، ایران او هند لپاره منځنۍ اسیا ته د تګ راتګ زمینه سازي کوي.
دا بندر نه یوازې هند او ایران ته مهم دی، بلکې افغانستان هم غواړي چې د چابهار له لارې پر پاکستان خپله تکیه راکمه کړي.